دولس لاملونه چی ځوانی دانی مو نه ښي کیږي

ډیری خلک انديښمن دي چې د ځوانی دانو د درملنی سره د دوی ځوانی دانی ښه شوی نه دي. که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یاست نو لاندې مطلب ولولی، تر څو په هغو لاملونو باندی پوه شی چې ستاسو ځوانی دانې، ولی نه ښې کیږی او د حل لارې یی څه دې.



  • کیدای شی تاسې د ځوانې دانې ضد درمل په مناسبه توګه نه وي استعمال کړې.
    ډیری خلک په خپل آند او فکر درمل استعمالوی او یا هم په هغو ډاکترانو باندې چې په پوستکي کې تخصص نه لری د ځوانې دانو درملنه کوی چې داسی درملنه پوره اغیزمنه نه وي.
  • ډیری خلک په دې آند دي چې کله ځوانې دانې پر مخ را وځي نو یو څو وخت وروسته بیرته لمنځه ځی نو ځکه ژر د هغې پر درملنه باندی غور نه کوي او یا هم د درملنې لپاره لیوالتیا نه ښه یې اویا هم د کمی اندازې درمل د استعمال څخه وروسته زړه توري شي او د درمل استعمال ته ادامه نه ورکوي. شاید تاسو هم په دې فکر وی او خپل درمل په سمه ټوګه نه استعمالوی. ښه به دا وي چې د ځوانې دانې درملنه مو وکړی او درمل په سمه توګه استعمال کړی. سمه ده چې ځوانې دانې راخیژی او بیرته ورک کیږی خو داغ يې د تل لپاره پاتې کيږي، نو د ځوانې دانې د داغونو د مخنوی لپاره باید د ځوانی دانو درملنه وکړی.


      1. ممکن چې د ځوانې دانو درمل ته مو په سمه توګه ادامه نه وی ورکړي:
        کله چې د تاسو د مخ ځوانې دانې کمې شي خپل درمل قطع کوی او داسی فکر کوی چې ځوانې دانې مو مکملې ښې شوې دي، خو داسې نه ده، ځوانې دانې مو په مکمل ډول سره لمنځه نه دې تللي خو یوازې کنترول شوې دي او تاسې اړ يې چې خپل درمل په سمه ټوګه باندې استعمال کړی، او کله چې ځوانې دانې مو په پوره توګه ښې شي نو بیا تاسو ته د ځوانې دانې د مخنيوی لپاره داسی درمل درکول کیږی چی د ځوانی دانو د د دوهم ځل د راختلو څخه مخنیوی کوي.
      2. تاسي خپلو خواړو ته پاملرنه نه کوي:
        ټول د پوستکی متخصصین په دی نظر دی چی خواړه د ځوانې دانې لامل نه کیږي او که تاسو د ځینو خوړو څخه ډډه هم وکړی، بیا هم ځوانې دانې راخيژی، خو څیړنو دا ښودلې ده چې یو شمیر خواړه،‌ ځوانې دانې لا هم ډیروی، چې دا رنګه خواړه ډیری یی ډیر کالوری لرونکي او خواږه خواړه دی. که چیرې تاسو په دې پوه شوی چې داسی خاص خواړه ستاسو د ځوانې دانو د زیاتوالی لامل ګرځي له هغه څخه ډډه وکړی.
      3. بل لامل چې ستاسې ځوانې دانې نه ښې کيږی هغه د مخ په پریمنځلو کې زیاتوالی او کموالی دی، تاسو باید پوه شی چې ډیر او لږ پریمنځل د مخ کیدای شي چې ځوانې دانې ډیرې کړي. نو تاسې باید د ورځې دوه ځلې په یو مناسب صابون سره خپل مخ پريمنځي.
      4. په نامنظمه توګه د ويښتانو پريمنځل کيداشی چې د ځوانې دانو د نه ښه کیدنې یو بل لامل وي، باید تاسی په یاد ولری، هغه کسان چې ځوانې دانې لري زیادتره د غوړ مخ او ویښتانو درلودونکي وي، او د ويښتانو نه پريمنځل د ويښتانو د لا غوړیدو لامل ګرځی چې د همدې ويښتانو لګیدل پر مخ باندی او د سر د غوړو راټیټیدل پر مخ باندې د ځوانې دانې د ډیریدو لامل ګرځي.
      5. ممکن تاسي د ويښتانو غوړ استعمالوی او یا هم د غوړو آرايشی کریمونو څخه کار واخلی چې دا په خپل وار سره ستاسې ځوانې دانې زیاتوي، تاسو باید يو ورځ په منځ کې خپل ويښتان پريمنځي او د نه غوړ لرونکي آرايشی توکو څخه کار واخلی.
      6. د نامناسب صابون استعمال هم کولای شې چې د ځوانې دانې د ډیریدو لامل شي:
        يو شمیر کسان د ماشومانو صابون استعمالوي، په داسی حال کې چې ځوانې دانې په غوړو پوستکيو کې راخيژي چې د ماشومانو صابون نشی کولای چې د پوستکي د غوړو د کمیدو لامل شي نو ځکه د ځوانې دانو د ډیريدو لامل ګرځي. له بلې خوا یو شمیر تیز صابونونه هم د ځوانې دانې د ډیريدو لامل ګرځیدی شي. نو د مناسب صابونونو څخه برخمن شی لکه Acnederma Soap چې د غوړ او د ځوانې دانې درلودونکي پوستکي لپاره یو مناسب صابون دی او پوستکی نه خرابوي، د پوستکي د غوړ لپاره هم ګټور دی او د ځوانې دانې په کنترول کې هم اغیزمن شمیرل کیږي.
      7. تاسو ډیره انديښنه کوی، چې خپله انديښنه او خپګان د ځوانې دانې د ډیریدو یو لامل دی: اندیښنه او خپګان د کورتیزون په نوم د هورمون د ډیریدو لامل ګرځي چې د دې هورمون د زیاتیدو په پایله کې د پوستکي غوړ او ځوانې دانې ډیریږی. نو پر خپل ځان باندی باور ډیر کړی، ورزش ته هم لاسرسی پیدا کړی او ورسره خپګان له ځانه لري او د ځوانې دانو نه مخنیوی وکړی.
    READ  Natural and Organic Treatments for Acne and Pimples



    1. یو بله ستونزه دا هم ده چې تاسې د درملنی د ژر نتیجې په تمه یی، خو له بده مرغه چي ځوانې دانې اوږد مهاله درملنه ته اړتیا لري. تاسې بايد خپل درمل په سمه توګه استعمال کړی او صبر وکړی ترڅو ځوانې دانې مو ورو ورو مخ په ښه کيدو شي.
    2. په ځوانی دانو کې لاس وهل یو بل بد عادت دی:
      په ځوانې دانو کې لاس وهل او یا شکول له يوې خوا د ځوانی دانو د داغونو د رامنځته کيدو لامل ګرځی او له بلې خوا چې د شکول شویو ځوانی دانو ترڅنګ د نوې ځوانی دانو د راختلو سبب کرځی.
    3. په ډیرو حالتو کې په خاصه توګه په ځوانو ښځو کې د هورمونی او ولادی ستونزی وی چې په داسی حالتو کې د ځوانې دانو د درمل په استعمال سره پرته له دې چې د هورمونونو او ولادی ستونزو درملنه وشي، ځوانی دانی نه ښی کیږی، چې يو له دې ستونزو څخه د تخمدان کیستونه دي چې په ځوانو ښځو کې د ځوانې دانو د ډیریدو، پر مخ باندی د اضافی ویښتانو پیدا کیدل او د سر د و‎یښتانو توییدلو لامل هم کیدای شی. نو په داسی حالاتو کې هم باید ځوانې دانې او هم د هورمونو او ولادې ستونزو درملنه وشي.



    Leave a Reply